د نن ورځې مهم خبرونه

امریکا په ۱۴ تنه ایراني وګړو د ویزې بندیز ولګاوه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په ۱۴ تنه ایراني وګړو چې د بشري حقونو څخه په سرغړونه تورن دي د ویزې بندیز اعلان کړی دی.


بشري حقونو کمیسیون: طالبان بايد د ماينونو له کارولو ډده وکړي

دغه کميسيون په يوه خبرپاڼه کې د ماين په چاودنو کې د ملکي کسانو پر مرګ ژوبلې اندېښنې ښودلې، او غوښتنه يې کړې چې طالبان بايد بشري حقونو ته درناوى ولري.

 

د ناټو قوماندان: طالبان دې له تاوتريخوالي لاس واخلي

جنرال ميلر چې شمال ته يې سفر کړى، د شاهين قول اردو قوماندان سره يې دليدنې پر مهال په ډاګه کړې چې افغانان له جګړو ستړي او نور سوله غواړي.

 

چارواکي: ننګرهار پوهنتون کې  نن د ۱۶۶۶۳  تنو څخه لوړو او نیمه لوړو زده کړو ترسره کولو په موخه د کانکور ازموینه پیل شوه. 

چارواکي وايي،  په سږني کانکور کې د ۲۰۶۱ نجونو په ګډون ۱۳۱۸۲ تنه د ۱۳۹۹یم کال د دولسم ټولګیو فارغین او ۳۴۸۱ تنو د هېواد او ختیځ په کچه ۱۴ پاسان  د لیسانس او لیسانس د ماسټرۍ پروګرام لپاره کانکور کې ګډون کوي.


په ایران کې افغان کډوالو ته برېښناني پېژند پاڼې ورکول پيلېږي.

د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې چارواکي وایي، غواړي دا لړۍ هند، پاکستان او ځینو اروپايي هېوادونو کې هم پیل کړي. تر اوسه څه باندې اته سوه زره کسانو دا پېژندپاڼې اخیستي دي.

 

د کندوز- خان آباد پر لويه لاره ٣٧ وسله وال طالبان وژل شوي.

د ملي دفاع وزارت وايي، په وژل شویو طالبانو کې څو تنه قوماندانان هم شامل دي او ۱۶ تنه نور وسله وال طالبان ټپیان شوي دي.


اتمر با وزير خارجه ازبيکستان در مورد صلح گفتگو کرد.

سخنگوی وزارت خارجه می گوید که در صحبت تلفونی محمد حنیف اتمر و عبدالعزیز کاملوف دربارۀ موضوع میزبانی گفت‌وگوی بین افغانان هم بحث و گفت‌وگو صورت گرفت.

  • 01 وږی 1399